افغانستانخبرونه

د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویه لار له تېرې شپې راهېسې د واورو د ورښت او طوفان له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د سالنګونو لویه لاره د واورې د اورښت، طوفان، د لید ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، تېره شپه په ۷:۱۰ دقيقو د دغه وزارت لخوا تر بلې خبرتیا پورې د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ موقتا وتړل شوه.

هغه لیکلي، هڅې روانې دي ترڅو دغه لار بېرته خلاصه شي.