![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/۲۳۳۳۳-1600x1600-1.webp)
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو ستره محکمه وایي، په ارزګان ولایت کې یې درې کسان په دُرو وهلي دي.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د ارزګان ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د قتل او لواطت په تور او يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړې ده.
سرچېنې لیکلي، ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې يو متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو، دويم متهم پر يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ دُرو، یو مجرم پر شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.