افغانستانخبرونه

سږ کال په هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې روان په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.

یادې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې روان کال د لومړي ځل لپاره د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې کړې ده.

سرچینې ویلي چې سږ کال په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.

د احصایې ادارې په تېر کال کې د پنبې د تولید کچې په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې د تېر کال په پرتله د سږ کال د پنبې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.