افغانستانخبرونه

بامیانو ولایت کې د امام خمیني په نوم روغتون جوړ شو

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

چارواکي وایي، د بامیان ولایت په مرکز کې د ایران په مالي ملاتړ د امام خمیني په نوم ۱۲۰ بستریز تخصصي روغتون جوړ شوی او ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

دغه روغتون د ايران په مالي مرسته د ٤٢ ميليون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

د یاد ولایت مقام وایي، دغه روغتون ته د زیربناوو ترڅنګ ټول طبي امکانات او تجهیزات هم د ایران له لوري چمتو شوي دي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، دغه روغتون د جراحۍ، زړه او پښتورګو د پیوند، غوږونو او ستوني، سترګو، عمومي داخلې، ماشومانو، زېږون او جدي پاملرنې برخو کې به ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي، کولای شي د خلکو روغتیایي اړتیاوې تر ډېره پوره کړي.

بامیانو ولایت کې د امام خمیني په نوم روغتون جوړ شو