( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، له غزې د فلسطینیانو د اېستلو په اړه د اسرائیلو د لومړۍ وزیر بنیامین نتنیاهو څرګندونې د نړۍ منل شوو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حقه ښکاره سرغړونه ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د فلسطین د خپلواک دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینګار چې فلسطېنیان دې له غزې و ایستل شي، په کلکو ټکو غندي او دا له منل شویو حقیقتونو سره ښکاره ټکر بولي.
خبرپاڼې زیاته کړې، د نتنیاهو دا ډول څرګندونې د نړۍ منل شوو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حقه ښکاره سرغړونه ده.
بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې تر هغې به سیمه نا ارامه وي چې اسراييل د فلسطینۍ خاورې اشغال ته دوام ورکړی وي.