![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/08/فراه.jpg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د فراه ولایت شیخ ابونصر فراهي بندر اړوند سیمه کې، یوه زاړه ماین چاودنه کړې چې له امله یې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې دغه چاودنه تېره ورځ له غرمې وروسته هغه مهال وشوه چې د سیلانیانو یو موټر پر ماین ور برابر شو.
سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د پېښې ټپیان د فره ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.