افغانستانخبرونه

کندز ولایت کې چاودنه شوې ده

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)
کابل ټیلیګراف ته له کندزه یوې سرچینې ویلي، چې د دغه ولایت مرکز اړوند د کابل بانک یوې څانګې سره نږدې چاودنه شوې.
سرچیه وایي، چاودنه داسې مهال شوې چې تازه د طالبانو حکومت په دغه ولایت کې خپلو کارمندانو ثته د جدي د میاشتې معاشونو ویش پیل کړی دی.

د کندز ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند  جمعه الدین خاکسار وایي پېښه نن سهار نهه بجې شوې.

تر دې دمه د چاودنې د تلفاتو او څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړ شوي.