![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/ghazni.png)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه بند د جوړلو چارې پيل شوې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بند د ناوې ولسوالۍ په فيضو کلي کې جوړیږي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، د اوبو دغه بند ۲۱۰متره اوږدوالی، ۶ متره لوړوالی او د ۳۰۰۰۰ متر مکعب د اوبو ذخيره کولو وړتیا لري چې د کار په جریان کې به یې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي.