![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/OIP-1-1.jpg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۳– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کندز ولایت کې نننۍ ځانمرګي برید غندلی او هغه یې د اسلامي او انساني موازینو خلاف عمل ګڼلی دی.
دغه چاودنه نن سهار د کندز ولایت په مرکز کې د کابل بانک مخې ته شوې وه چې له امله یې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور په کې ټپيان شوي وو.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر لیکلي چې هغه دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.
کرزی دغه برید د ټولو انساني او اسلامي موازینو خلاف عمل بللی او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.