افغانستانخبرونه

د لوړو زده کړو وزارت جمهوریتی معین د افغانستان بانک امر وټاکل شو

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۴– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د طالبانو مشر د لوړو زده کړو وزارت مرستیال – چې د پخواني حکومت راهېسې په دغه وزارت کې پاتې و – د افغانستان بانک د نظارت امر په توګه ګمارلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي چې مشر یې ځينې نوې ګمارنې کړي دي.

هغه لیکلي، د تخار مخکنی والي مولوي عبید ﷲ امین زاده، دکار او ټولنیزو چارو وزارت دټولنیزو چارو معین په توګه، دکانونو او پترولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مخکنی معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي؛ د لوړو زده کړو وزارت دعلمي معین په توګه، د افغانستان بانک د نظارت مخکنی آمر شیخ عبد الرحمن قانت؛ دکانونو او پترولیم وزارت دپلان او پالیسۍ معین په توګه، د کندهار مخکنی امنیه قومندان مولوي سمیع ﷲ حزب ﷲ؛ د تخار د والي په توګه ګمارل شوي دي.

مجاهد زیاتوي، دغه راز د هلمند ولایت مخکنی والي مولوي عبدالاحد طالب؛ د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه؛ د لوړو زده کړو وزارت مخکنی علمي معین لطف ﷲ خیرخواه؛ د افغانستان بانک د نظارت د آمر په توګه ټاکل شوي دي.