د کابل ټیلیګراف موندنې: طالبانو کابل کې د نوي خیرخواه مارکېټ لګښت څو برابره لوړ ښودلی
![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/m-e1739333893742.jpg)
د کابل ټیلیګراف موندنې ښیي چې طالبانو په کابل ښار کې د نوي خیرخواه سوادګریز مارکېټ لګښت شاوخوا درې برابره لوړ ښودلی او مبالغه یې کړې ده.
د کابل نوي خیرخواه مارکېټ، د کابل ښار دوېمې ناحیې اړوند نادر پشتون واټ سیمه کې جوړ شوی او تېره ورځ ګټېاخېستنې ته وسپارل شو.
د طالبانو د د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې دغه سوداګریز مارکېټ په ۹۳۶۱ متر مربع ځمکه کې په نهو پوړونو کې جوړ شوی او نږدې ۳۴ میلیون امریکایي ډالره لګښټ پرې راغلی دی.
خو د کابل ټیلیګراف موندنې ښیي چې د لګښت دغه شمېرې رېښتینې نه دي او طالبانو په کې مبالغه کړې ده.
د یوې انلاین ویپاڼې معلومات ښيي چې په کابل ښار کې په یوه متره مربع ځمکه ساختماني چارو تر ۵۶ امریکایي ډالرو د د بنسټیزو او ساختماني مواد، له یوه تر پنځو امریکایي ډالرو د کارګرو او له لسو تر ۵۰ امریکایي ډالرو د پر برقي او نورو اړنیو وسایلو لګښت راځي.
که چېرې لوړې بیې هم راواخیستل شي نو یادې شمېرو ته پام ویلی شو چې په کابل کې ټولټال په یوه متره مربع ځمکه ټولټال شاوخوا ۱۱۱ امریکایي ډالره لګښت راځي.
دغه شمېرو ته پام د خیرخواه مارکېټ ۹ زره او ۳۶۱ متره ده او په نهو پوړونو کې جوړ شوی چې ټولټال ۸۴ زره ۲۴۹ کیلومتر مربع کیږي او که د دغه ویپاڼې د لګښتونو له مخې ورته وکتل شي نو باید په خیرخواه مارکېټ ۹.۳ میلیون امریکایي ډالره لګښت راغلی وی.
دغه شمېرو ته په پام طالبانو دغه لګښټ شاوخوا درې برابره لوړ ښودلی دی.
طالبانو تر دې وړاندې په زابل کې د دوی د پخواني مشر ملا عمر قبر ته غځیدلی سرک هم په ډېره لوړیه بیا جوړ کړی و، چې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوه.
د زابل ولايت سيمهييزو طالب چارواکو د تېر میلادي کال په اګسټ میاشت کې ويلي، چې د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد زیارت ته غزیدلی سړک چې نيږدې ۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړولو قرارداد يې د دفاع وزارت د استازي حاجي عبدالصمد چې په حاجي لالک مشهور دی، له لوري د شاوخوا «سل میلیونه» افغانیو په ارزښت له يو خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.
هغه مهال د یو لویو لارو د جوړولو متخصص یو انجنیر کابل ټیلیګراف ته وويلي وه چې
معمولا د ولسوالیو تر منځ سړکونه په هېواد کې دویمه درجه سړکونه دي چې پر یو کیلومټر اسفالټ سړک چې عرض یې ۷ مټره وي ممکن تر ۵ میلیونو افغانیو او حتا په کانکرېټي سړک تر ۷ میلیونو افغانیو لګښت راشي. مانا ټولټال په ۸ کیلومټره اعلی کوالیټي سړک له ۵۵ میلیونه افغانیو زیات لګښت نه راځي
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې ډیری کسان له سختو اقتصادي ستونزو کړیږي، د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) د روان میلادي کال په پیل کې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې څه باندې پنځه میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې، ۲۰۲۵ کال کې ۵.۸ میلیونه افغانان بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري چې د دې اړتیاوو د پوره کولو لپاره شاوخوا ۱۷۹ میلونه ډالرو ته اړتیا ده.