افغانستانخبرونه

بدخشان کې د غره ښوېدنه؛ د یوه کان دوه کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۴– ۱۴۰۳ لمريزکال)

سیمه‌ییز مسوولین وایي، د بدخشان ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د امو سیند پر غاړه د یوې غونډۍ ښوېدو له د یوه کان دوو کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي چې د رسېدلو راپورونو له مخې، دغه پېښه پرون ماسپښین د دغه ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د امو سیند پر غاړه په اسپخواه کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه کسان په زر مینځلو اخته وو چې د خاورو یوه غونډۍ پرې ښوېیدلې او تر خاورو لاندې شوي وو.

کامګار زیاته کړه چې د یادو کسانو جسدونه له خاورو ایستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.