افغانستانخبرونه

د بامیانو ولایت د سرب او جستو تړون لاسلیک شو

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۲– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له یوې کورني شرکت سره یې د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د سرب او جستو کان تړون لاسلیک کړی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړون به د پنځو کلونو لپاره وي په دې شرط چې دوی د کانونو د اصولو، کړنلارې او مکلفیتونو سره سم کار او فعالیت وکړي.

خبرپاڼه کې راغلی، د ټاکل شوې مودې له بشپړیدو وروسته به د دوهم ځل لپاره نوی شي او دغه راز به د شرکت د ژمنو پراساس پروسس به یې سل سلنه د هېواد دننه ترسره کېږي.

یاد وزارت لیکلي، د دې پروژې په پلي کېدو سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هېواد لسګونه ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرشي.