افغانستانخبرونه

د طالبانو مشر: هر فرمان مې د قران او احادیثو څخه اخیستل شوی دی

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو مشر د کندهار پوهنتون کې یې غونډې ته ویلي، هر فرمان یې د علماء کرامو په مشوره، د قرآن او احادیثو څخه اخيستل شوی او د خدای تعالی اوامر دي.

د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده دغه څرګندونې تېره ورځ د کندهار پوهنتون کې یوې غونډې ته کړي دي.

هغه ویلي، له محصلینو غوښتي چې د خپلو مبارزینو او قهرمانونو تاریخ ولیکي او په نړیواله کچه یې معرفي کړي.

نوموړي ویلي، ، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو په دې نظام کې ځانګړی ځای لري.

د ده په خبره، دوید علم پرمختګ لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي او لوړو زده کړو وزارت ته یې هم ویلي، که په هرقیمت بهرني استادان افغانستان ته راځي، په پوهنتونو کې دې وګمارل، ترڅو ځوانان مسلکي وروزي.

د طالبانو مشر ویلي، هر فرمان یې د علماء کرامو په مشوره، د قرآن او احادیثو څخه اخيستل شوی او د خدای تعالی اوامر دي.