کابل ټیلیګراف

سمنګان کې د یوه کان دننه چاودنه؛ درې کارګر وژل شوي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال )

سیمه‌ییز چارواکي وایي، د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د سکرو ډبرو په یوه کان کې د میتان ګازو چاودنه کړې چې له امله یې درې کارګر وژل شوي دي.

د سمنګان ولایت امنیه قومانداني وایي چې دغه چاودنه تېره ورځ د لیلي په کلي کې شوې ده.

ده ویلي، په دغه چاودنه کې د یاد کان درې کارګر وژل شوي دي او مړي یې د امنیتي ځواکونو له لوري له کان څخه را ویستل شوي دي.