افغانستانخبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کندوز کې د وړمې ورځې چاودنه وغندله

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کندوز کې د کابل بانک مخې ته د تېرې سه شنبې چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې د دغه ډول بریدونو عاملین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

دغه چاودنه چې یوه ځانمرګي بریدګر کړې وه، وړمه ورځ کندز ښار کې د کابل بانک مخې ته شوې وه او له امله د طالبانو په ګډون اته کسان ووژل شول او اووه نور ټپیان شوي وو.

د امنیت شورا غړو په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې هر راز ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ پېښوي.

دغه خبرپاڼه کې دغه راز ټینګار شوی چې د دغو ترهګریزو بریدونو عاملین، تنظیموونکي، مالي تمویلونکي او ملاتړي باید محاکمه شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.