افغانستانخبرونه

طالبانو تخار کې یو شمیر وسلې او مهمات نیولي دي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو دفاع وزارت وایي، د تخار ولایت فرخار ولسوالۍ کې یې ګڼ شمېر بېلابېل ډوله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي کړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مهمات او وسلې ‎د کشفي او استخباراتي بیدارو منسوبینو د یو لړ اوپراتیفي راپورونو پر اساس ترلاسه شوي دي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې،‎په یادو مهماتو کې شپږ فیره د هاوان سرګولولې، ۵۲ فیره نارنجک انداز، شپږ بکسې د روسي دهشکې مرمۍ، دوه فیره د ۸۲ ملي‌متري روسي مرمۍ، پنځه حلقې د پرسونل ضد ماینونه، ۱۸ بکسې د روسي پیکا مرمۍ، ۲۱ فیره د هاوان مرمۍ، ۹ د راکټ سوق مرمۍ، یو فیر د راکټ مرمۍ، یو قاب غیرفعال د ورځې دوربین او دوه میله روسي کلاشنکوفونه شامل دي.