خبرونهنړۍ

امریکا: ناټو کې د اوکراین غړیتوب نا ممکن دی

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیټ(Pete Hegseth ) له ناټو تړون سره د اوکراین یوځای کېدل ناممکن وبلل.

هغه زیاته کړه، امریکا به نور د اروپا او اوکراین امنیت ته لومړیتوب ورنکړي او په وینا یې اروپایي هېوادونه باید له جنګ څخه وروسته د اوکراین د امنیت د تامینولو مسؤل اوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر په ځلونو ټینګار کړی چې اوکراین دې د جنګ ختمولو لپاره د ناټو تړون له غړیتوب هڅو څخه ډډه وکړي.