خبرونهنړۍ

ټولسي ګاربارډ د امریکا د ملي استخباراتو ادارې د مشرې په توګه وټاکل شوه

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشرۍ په توګه ټولسي ګاربارډ د باور رایه ترلاسه او رسماٌ په یاده څوکۍ وټاکل شوه.

د امریکا د مشرانو جرګې (Senate) له ځايي وخت سره سم پرون د ملي استخباراتو د ادارې د مدیریت لپاره د ولسمشر ټرامپ د نظر وړ کاندیدې «ټولسي ګابارډ» صلاحیت تائید کړ.

د امریکا مشرانو جرګې د اته څلویښتو مخالفو رایو په مقابل کې په دوه پنځوسو  موافقو رایو سره د ملي استخباراتي ادارې د مدیرې په توګه د ډیموکراټ ګوند د پخوانۍ استازي ټولسي ګابارډ چې اوس په ریپبلیکن ګوند کښې شامله شوي ده، د صلاحیت تائیدولو ته رایه ورکړه.

د امریکا د مشرانو جرګې سینا د ریپبلیکن ګوند پخواني مشر میچ میک کانل د ډیموکراټ ګوند له استازیو سره یوځاې ټولسي ګابارډ ته منفي رایه ورکړه.

ټولسي ګابارډ د امریکا د ولسمشر ټرامپ څوارلسمه کاندیده ده چې د روان میلادي د جنورۍ د میاشتې له شلمې نیټې راهسې یې صلاحیتونه تائید شوي دي.