
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل روسیي سیال ولادیمیر پوتین سره تېره شپه شاوخوا یو نیم ساعت د اوکراین جګړې د پای ته رسیدو او منځني ختیځ کې د سولې په اړه خبرې اترې کړي.
له دغه خبرو اترو وروسته ټرمپ د اوکراین ولسمشر سره تر ټلیفوني خبرو وروسته خبریالانو ته وویل: ممکن د خپل روسیي سیال سره په سعودي عربستان کې د بن سلمان په کوربتوب لیدنه ترسره کړي.
په ورته وخت کې د روسیې د کریملین ماڼۍ ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یو نیم ساعت لپاره تیلیفوني خبرې وکړې او دواړو مشرانو پریکړه وکړه چې اړیکې به دوام ومومي.
دغه ماڼۍ ویلي، پوتین ټرمپ ته د روسیې د سفر بلنه هم ورکړې ده.