
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د پاکستان د روغتيا وزارت وايي چې په بلوچستان ایالت کې د پوليو/ګوزڼ ناروغۍ نوې پېښه ثبت شوی چې په دې سره په روان ۲۰۲۵ کال کې د پولیو دا دويمه پېښه شوه.
لومړنۍ پېښه په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې ده.
د پاکستان د روغتيا وزارت د پوليو د مخنيوي ادارې ويلي چې پرون د بلوچستان ایالت له بدین سیمې څخه يوه مشکوکه پېښه د پوليو ناروغۍ د معلومولو مرکزي لابراتوار ته استول شوې وه چې ثابته شوه، ياد ماشوم په پوليو ناروغۍ اخته شوی دی.
پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.
حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.