![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/02/4c92c4b6d668cb2kx5e_800C450.jpg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د پاکستان د ملي لوبډلې تیز بالر شاهین شاه افریدي، توپ وهونکي سعود شکیل او کامران غلام جریمه کړي دي.
د دغه شورا د اعلامیې له مخې، یادو درې لوبغاړو د دغه شورا د لوبو د اخلاقو څخه سرغړونې له امله جریمه شوي دي.
دوی زیاته کړې، شاهین افریدي د میچ فیس ۲۵ فیصده، سعود شکیل او کامران غلام بیا د میچ فیس لس فیصده جریمه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د جنوبي افریقا توپ وهونکی تیمبا باوما د سوزیدو وروسته تېره ورځ یادو درې پاکستاني لوبغاړو نا مناسب سلیبرېشن ترسره کړ.