خبرونهلوبې

د کرکټ نړیوالې شورا د نا مناسبې رویې له امله د پاکستان درې لوبغاړي جریمه کړل

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د پاکستان د ملي لوبډلې تیز بالر شاهین شاه افریدي، توپ وهونکي سعود شکیل او کامران غلام جریمه کړي دي.

د دغه شورا د اعلامیې له مخې، یادو درې لوبغاړو د دغه شورا د لوبو د اخلاقو څخه سرغړونې له امله جریمه شوي دي.

دوی زیاته کړې، شاهین افریدي د میچ فیس ۲۵ فیصده، سعود شکیل او کامران غلام بیا د میچ فیس لس فیصده جریمه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د جنوبي افریقا توپ وهونکی تیمبا باوما د سوزیدو وروسته تېره ورځ یادو درې پاکستاني لوبغاړو نا مناسب سلیبرېشن ترسره کړ.