![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/01/image_2025-01-13_145928962-750x375-1.jpg)
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۵– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د فلسطین حماس غورځنګ تائید کړه چې دغه ډله به له پلان سره سم د اسرائیلو پاتې بندیان خوشي کړي او دغه راز د اوربند موافقه په خپلې لارې پاتې ده.
حماس غورځنګ وویل چې زمونږ یوه پلاوي د مصر په پلازمینې قاهرې کې د قطر او د مصر له مینځګړو سره خبرې وکړې چې د اوربند په شرطونو په تیره بیا زمونږ د خلکو لپاره د کورونو د برابرولو او دغه راز په سمدستي ډول د جوړو شویو کورونو ، تمبوانو، درنو تجهیزاتو ، درملو ، سونګو او د نورو شیانو غزې تړانګې ته د رسولو په هکله متمرکزې وې کوم چې د اوربند په موافقې کښې لیکل شوي دي.
حماس غورځنګ وویل د مصر او د قطر له مینځګړو سره زمونږ د پلاوي خبرې په مثبت ډول شوي او د مصر او د مینځګړو وروڼو تائید کړه چې دوې به دغه ټول شیان تعقیب کړي چې خنډونه ختم کړي .
دغه راز حماس غورځنګ خپل دغه دریځ تائید کړ چې دوې به د اوربند موافقه چې لاسلیک کړي يې ده اجرا کړي او له مهال ویش سره سم به د بندیانو د تبادلې کار اجرا کړي.