افغانستانخبرونه

طالبان: سږ کال په ټول هېواد کې ۲.۴ میلیون برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وایي، د روان کال له پیله تر اوسه یې هېواد کې څه باندې ۲،۴ میلیون برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي دي.

د یادې ادارې ویاند محمدحلیم رافیع وایي، طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو راهیسې نږدې ۸،۲ میلیون وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

هغه د معلوماتو له مخې، د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې ۱۵،۲ میلیون وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د الکترونیکي پېژندپاڼو وېش د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شوی دی.