افغانستانخبرونه

بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او څلور نور ټپیان دي

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال )          

بدخشان کې طالب چارواکي وایي، د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام د بهارک ولسوالۍ اړوند په سرشهر کلي کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سیمه کې یو موټر له سړک څخه وتلی او له امله یې یو ماشوم وژل شوی او د ښځو په ګډون څلور تنه نور په کې ټپیان شوي دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.