
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۷– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، په قاهره کې د دوی د سفارت په هڅو د مصر په ګډون له یو شمیر افریقایي هېوادونو ۱۷ افغان بندیان خوشې شول.
یاد وزارت لیکلي، د مصر په پلازمېنه قاهره کې د طالبانو د سفارت په هڅو په تېرو درې میاشتو کې، د مصر په ګډون له یو شمېر افریقایي هېوادونو، لکه مراکش، لیبیا، سوډان او موریتانیا څخه، ۱۷ افغانان چې د بېلابېلو دلایلو له امله بندیان وو، له بند څخه آزاد او د آریانا افغان هوایي شرکت له لارې هېواد ته راولېږدول شول.
خبرپاڼه کې راغلي، د بندویانو دغه پروسه په قاهره کې د افغانستان لوی سفارت او د یادو هېوادونو په همغږۍ ترسره شوي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، یاد سفارت هڅه کوي چې په راتلونکي کې هم د خپلو اتباعو د ساتنې او د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.