د ملګرو ملتونو امنیت شورا: داعش ډلې د طالبانو په حکومت کې خپل نفوذ ډېر کړی

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنه ښودلې چې د داعش خراسان ډلې د طالبانو په حکومت کې نفوذ ډېر کړی او په دغه هېواد کې يې خپل بریدونه هم ډېر کړي دي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بندیزونو د ارزونې پلاوي په يو راپور کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته يې د فیبرورۍ په ۶مه لېږلی، په افغانستان او پاکستان کې يې د داعش د فعالیتونو او د وسله والو د جذب د زیاتوالي په تړاو معلومات شریک کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي چې د داعش خراسان ډله اوسمهال په منځني ختيځ، پاکستان او افغانستان کې د نویو وسله والو په جذب او د فعالیتونو په پراخوالي مصروفه ده.
د راپور په يوه برخه کې راغلي: «د داعش خراسان ډلې د طالبانو د رژيم پر وړاندې خپل بریدونه ډېر کړي دي، او په افغانستان کې قومي اقلیتونه تر بریدونو لاندې راولي او حتی په اروپا کې يې خپل عملیاتو ته سر ورکړی دی.»
په راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې د طالبانو له رژيم څخه د افغانستان په شمال کې د قومونو او په ځانګړي توګه د ځوانانو ناخوښي او له هغوی سره د طالبانو د ناوړه چلند له امله داعش ډلې ته د نويو وسله والو د جذبولو پروسه اسانه کړې ده.
دغه راز د طالبانو په حکومت کې د داعش د نفوذ پراخوالی هم په دغه راپور کې يوه لویه اندېښنه ښودل شوې او د طالبانو د کډوالو چارو د پخواني وزير خلیل الرحمن حقاني وژل يې د دغه نفوذ يوه لویه بېلګه ښودلې ده.
خلیل حقاني د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر په ۱۱مه د کډوالو چارو وزارت په داخل کې د يو ځانمرګي برید پرمهال ووژل شو.