
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د امریکا د بهرنيو چارو نوي وزیر مارکو روبیو په خپل لومړني رسمي بهرني سفر کې نن سهار وختي اسرائیلو ته رسېدلی دی.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په يو بیان کې ويلي چې له بهرنيو رهبرانو سره د لیدنې په موخه په خپل لومړني رسمي سفر کې مارکو روبیو نن سهار د اسرائیلو مرکز تل ابیب ته رسېدلی دي.
ټاکل شوې چې هغه به له اسرائیلي چارواکو سره تر خبرو اترو وړاندی لومړی اورشلیم ته سفر وکړي.
د غزې راتلونکی چې د ډونالډ ټرمپ له مهمو موضوعاتو څخه ده په دغه سفر کې به يې روبیو د اسرائیلي چارواکو سره پرې خبرې اترې وکړي.