
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال )
امنیتي مسوولین وایي، د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې نهه مېله وسلې نیول شوي دي.
د نورستان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام رحمن حیدري رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې یې نهه مېله کلاشینکوفونه په یوه کورکې نیولي دي.
دی وایي چې دغه وسلې په غیرقانوني توګه ساتل کېدلې او د پخواني حکومت له مهاله وې.
هغه زیاتوي چې په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.