افغانستانخبرونه

پروان کې د غلو هغه ډله نیول شوې چې یو موټروان یې وژلی و

( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د پروان امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یې د غلو هغه شپږ کسیزه ډله نیولی چې څه موده  وړاندې یې یو موټروان وژلی او موټر یې ترې وړی و.

د پروان امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلی، څه موده مخکې د بغلان ولایت یو اوسېدونکی د پروان د جبل‌السراج ولسوالۍ په ګلبهار سیمه کې د قاچو په ګزارونو وژل شوی او موټر یې ترې غلا شوی و.

خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي کسانو اوس مهال په دې تړاو د غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې یې به یې اړوندو بنسټونو ته وسپارل شي.