
( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند د سوريې د نوي انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع ته د مبارکۍ پیغام لېږلی.
د طالبانو اسلامي مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «په دې پيغام کې د مبارکۍ د مراتبو وړاندې کولو تر څنګ هغوی ته د ښې حکومتولۍ او د سوريې د ناخوالو د کابو کولو او برياليتوب دعاګانې شوې.»
فطرت لیکلي، د طالبانو رئيس الوزراء په دې ليک کې د دواړو وروڼو هيوادونو تر منځ د ښو او هر اړخيزو اړيکو هيله ښودلې.
که څه هم د طالبانو او د سوریې د انتقالي حکومت مشران دواړه له جګړې وروسته قدرت ته رسېدلي، او دواړه اسلامي لیدلوريلري، خو د حاکمیت په اصولو، د بشري حقونو د درناوي، او د حکومتي پالیسو له نظره یو له بله ستر توپیرونه لري.
طالبان یوه افراطي ډله وه چې له اوږدې جګړې وروسته یې د افغانستان واګې په لاس کې واخستې واخیست، خو د واک له ترلاسه کولو وروسته یې د نجونو پر زدهکړو بندیز، د ښځو پر کار محدودیتونه، او د بیان پر ازادۍ شدید فشارونه وضع کړل. برعکس، د سوریې انتقالي ولسمشر احمد الشرع، که څه هم د یو اسلامي دولت د جوړولو پلوی دی، خو د زدهکړې، د ښځو د حقونو، او د بیان ازادۍ ملاتړ کوي.
بل توپیر دا دی چې د سوریې انتقالي حکومت هڅه کوي نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي او یو منځلاری نظام رامنځته کړي، خو طالبان تر ډېره په انزوا کې پاتې دي، د نړیوالو غوښتنې نه مني، او د خپل سختدریځي سیاست دوام ته ژمن دي.