افغانستانخبرونه

‏د طالبانو د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون غونډه کړې

 ( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د دغه وزارت د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه او د رسنیو ستونزې په کې وڅېړل شوې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې په پیل کې د تېرو غونډو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې او ورپسې د جهان راډیو ټلویزیون او د غور ولایت سیمه ییزو رسنیو ستونزې وڅېړل شوې او همدارنګه د رسنیو د ‌برق بل لګښت په اړه هم بحث وشو.

سرچېنې لیکلي، د غونډې په پای کې ټاکل شوې کمیټې د ملي او اسلامي هویت د پیاوړتیا لپاره د القابو، کلمو او اصطلاحاتو په اړه خپل راپور د کمېسیون غړو سره شریک کړ.