افغانستانخبرونه

پاکستان له دغه هېواده د ټولو افغانانو د ویستلو په اړه قطعي پرېکړه کړې

( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ویلي، پاکستان پلان لري، چې له اسلام اباد او راولپنډۍ وروسته له ټول هېواد څخه افغان کډوال وباسي.

د یاد سفارت اعلامیه وایي، اسلام اباد او راولپنډۍ کې د قانوني ویزې درلودونکې افغانان اوسیدلی شي، خو که څوک د POR  او ACC کارتونه ولري، هم په دغه ښارونو کې ورته د استوګنې اجازه نه ورکول کیږي.

دغه سفارت په لنډ وخت کې د افغانانو ویستلو ته اندېښنه ښودلې او ویلي، چې موضوع به د کابل سره شریکه کړي.