
( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ملګرو ملتونو بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د میندو د مړینې د لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړی دی.
اوچا په ایکس پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د نړیوال اوسط په پرتله درې چنده لوړه ده.
د ملګرو ملتونو دې ادارې یو ځل بیا د افغان ښځو لپاره د طبي انستیتیوتونو په تړلو نیوکه وکړه او وویل چې دا فرمان به په اوږد مهال کې د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره ستونزې رامینځته کړي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په هرو سل زرو زیږونونو کې له شپږسوه څخه زیاتې میندې د زیږون پرمهال مري، چې دا د نړۍ د اوسط څخه نږدې درې چنده ده.
د یادونې وړ ده چې په تیرو درېیو کلونو کې د سرپرست حکومت لخوا په ښځو باندې سخت محدودیتونه لګول شوي دي.