افغانستانخبرونه

د سالنګونو لویه لاره د واورې د اورښت له امله د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه

( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویه لار د واورې اورښت او طوفان له امله د ټرافیکو پرمخ وتړل شوه

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاده لویه لار د واورې د اورښت، طوفان، د لید ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، تېره شپه ۰۰ : ۱۱ بجې تړل شوې ده. هغه له ټولو مسافرو غوښتي چې په دغه لار تګ او راتګ ونه کړي