افغانستانخبرونه

له سراج الدین حقاني او ملا عبدالغني برادر وروسته د طالبانو عدلیې وزیر هم دبۍ ته تللی

( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وروسته د طالبانو د عدالیې وزیر عبدالحکیم شرعي هم دبۍ ته تللی دی.

د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د طالبانو خپل منځي اختلافات زیات شوي دي او له څوو اونیو راهېسې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر قطر او متحده عربي اماراتو ته د مدني اعتراض په توګه تللي دي.

تېره ورځ، ځینو رسنیو راپور ورکړ چې د طالبانو عدلیې وزیر هم له خپلې دندې استعفا کړې او دبۍ ته تللی خو د یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرو سره استفا رد کړه او ویلي یې دي چې هغه دبۍ ته درملنې په موخه تللی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه وزارت د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د استعفا په اړه ټول خپاره راپورونه او اوازې ردوي.