
( کابل ټيليګراف (کب ۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د چین د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې له امریکا غواړي تعرفې د زور د وسیلې په توګه ونه کاروي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند «هه یادونګ» د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چین له امریکا څخه غواړي چې هر ځل د تعرفو لویه ډنډه پورته نکړي او تعرفې دې په هر ځای کې د زور د وسیلې په توګه نه کاروي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د پیکینګ او اروپايي اتحادیې ترمنځ د سوداګریزو خبرو اترو په اړه وویل: هیواد یې په دې خبرو کې تر ټولو غوره هڅې کوي.
هغه هیله څرګنده کړه، چې اروپايي لوری دې د دواړو اړخونو ترمنځ سوداګریز او پانګونې همکارۍ ته وده ورکړي.
د امریکا له خوا پر چین د تعرفو د پلي کېدو سره، د دولتي شورا د ګمرکي تعرفو کمیسون ټینګار وکړ چې د امریکا څخه پر واردېدونکي سکرو او مایع طبیعي ګاز (LNG) باندې ۱۵ سلنه تعرفه او پر تیلو، کرنیزو ماشینونو، درنو بار وړونکو موټرو او وانت موټرو باندې ۱۰ سلنه تعرفه وضع کوي.