
( کابل ټيليګراف (کب ۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د را پورونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو د رامالله ښار په “المصایف” سیمه یرغل کړی او پر “الجلزون” کمپ او د الخلیل ښار په “الکسره” سیمه ننوتي دي.
الجزیره تلویزیون ویلي، یادو ځواکونو په سیمه کې یو شمېر فلسطیني ځوانان، چې په کې څو تنه زدهکوونکي هم شامل دي، نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تل ابیب په جنوب کې په درې بسونو کې د چاودنو وروسته د د اسرایئلو لومړي وزیر په لوېدیځه غاړه کې د پراخه بریدونو امر کړی دی.