
( کابل ټيليګراف (کب ۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکو د دې هیواد د ملګرو ملتونو څخه د بشپړ وتلو لپاره یوه لایحه وړاندې کړې ده.
د را پورونو له مخې؛ دا سند د دې سازمان او اړوندو ادارو لپاره د مالي تمویل بندول او په سوله ساتې ځواکونو کې د ګډون منع کول وړاندیز کوي.
د دې سند لیکونکي د کانګرس جمهوري غوښتونکي استازي دي.
دوی دا سند په داسې حال کې وړاندې کړی چې شک لري ملګري ملتونه د امریکا ګټو ته پاملرنه، نه کوي.