
( کابل ټيليګراف (کب ۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
امریکا متحده ایالاتونو له دغه هېواد څخه په یوې الوتکه کې ۱۳۵ تنه کډوال کاستاریکا ته لیږدولي، چې په کې نهه تنه افغانان دي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې؛ له امریکا څخه د غیر قانوني کډوالو د ویستلو لړۍ په ترڅ کې دا لومړۍ الوتکه ده، چې کاستاریکا ته په کې کډوال لیږل کیږي.
په دې وروستیو کې نږدې زر تنه غیر قانوني کډوال امریکا له خپل هېواد څخه ایستلي او د هند په ګډون یې ګڼ شمېر هېوادونو ته لیږلي دي.