
( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ کې یو تن خپل ورور په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه پېښه نن سهار د یادې ولسوالۍ د ککړک سیمې په ګزک کلې کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړه، یاد کس خپل ورور د تفنګچې په وسیله ویشتی وو، چې د سختو ټپونو له امله یې په دغه ولایت کې حوزوي روغتون ته د انتقال پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د دې پېښې په اړه تر اوسه سیمه ییزو طالبانو څه ندي ویلي.