خبرونهنړۍ

د حزب الله د وژل شوي مشر د جنازې مراسم نږدې ۶ میاشتې وروسته ترسره شول

( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د لبنان د حزب الله د وژل شوي مشر سید حسن نصرالله د جنازې مراسم نږدې ۶ میاشتې وروسته نن د یاد هېواد په پلازمینه بیروت کې ترسره شول.

سید حسن نصرالله د بیروت په جنوبي سیمه ضاحیه کې د اسراییلو د هوايي برید په ترڅ کې وژل شوی وو.

په دې برید کې د حزب الله یو شمېر لوړ پوړي قوماندانان او د ایران د سپاه پاسدارانو د عملیاتي مرستیال برید جنرال عباس نیلفورشان هم وژل شوي وو.

د سید حسن نصرالله او د سید هاشم صفي الدین د جنازې مراسم د هغه د وژل کېدو نږدې شپږ میاشتې وروسته ترسره شول، چې په کې د ۷۹ هېوادونو لوړ پوړو چارواکو او استازو ګډون کړی وو.

د را پورونو له مخې؛ دغه مراسمو ته د ۴ سوه رسنیو له لورې خبري پوښښ ورکړل شو.