افغانستانخبرونه

اذربایجان له طالبانو سره د اړیکو پر پراختيا ټينګار وکړ

( کابل ټيليګراف (کب ۶– ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په په کابل کې د اذربایجان سفير د بهرنيو چارو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د اذربایجان او طالبانو ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند حافظ ضياء احمد پر خپل اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت اداري مرستيال محمد نعیم او په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د وزارت په مقر کې لیدلي دي.

دی وايي، په دې کتنه کې د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې او پرمختګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه؛ آذربایجان له افغانستان سره خپلو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي، له همدې امله یې په کابل کې خپل سفارت پرانیست او په آذربایجان کې یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان ومنل.