
( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ کې یو ځوان د ناڅرګنده کسانو له لورې په مرموز ډول وژل شوی دی.
یوې سرچینې کابل ټلیلیګراف ته وویل: دغه کس حضرت بلال نومیدو او د مومندرې ولسوالۍ د باسوال کلي اصلي اوسیدونکی ده، چې تېره شپه د ملګرو سره نازیانو ولسوالۍ ته په تفریح ته تللی وو.
دغه سرچینې زیاته کړه، بلال له هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده، خو نازیانو ولسوالۍ کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
ویل کیږي، د یاد کس جنازه نن په مومندرې ولسوالۍ کې ترسره شوه.