
( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
سرچینې وایي، د کندهار ولایت د مرکز اړوند اومې حوزې په مربوطاتو کې د زیاتو اورښتونو له امله د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې ۳ ماشومان او یوه میرمن مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړه، دغه پېښه تېره ورځ د یادې ناحیې په کوبي قرارګاه سیمه کط شوې ده.
په کندهار ولایت کې طالبانو هم یاده پېښه تائید کړې او ویلي، چې په مړو ماشومانو کې دوه هلکان او یوه نجلۍ شامله ده، دغه راز یو سړی، یوه نجلۍ او یو هلک بیا ټپيان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ نن سهار د کندهار ښار د پنځمې حوزي اړوند د «ښورندام» سيمه کې يوه ۶ کلنه نجلۍ د راوتلي سیلاب اوبو وړې او مړه شوې ده.