افغانستانخبرونه

هلمند کې سیلابونو ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

( کابل ټيليګراف (کب ۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

هلمند کې طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د سیلابونو راوتلو له امله پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په سنګین، موسی کلا او باباجي ولسوالیو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥ تنه مړه او ۶ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه کې راغلي، ‎ د سنګین ولسوالۍ د شهزادې په سیمه کې سیلابي اوبو د یوه کور چت غورځولی چې دوه ماشومانې به کې مړې دي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، په یوه بله پېښه کې بیا د ګرشک ولسوالۍ نوزاد رود سیمه کې پر یوه کور تندر غورځېدلی چې پکې ٦ تنه ټپیان دي او په موسی کلا ولسوالۍ کې هم درې تنه سیلابونو مړه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو ورځو راهېسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سخت ورښتونه شوي او تېره ورځ په فراه ولایت کې هم د سیلابونو راوتلو له امله ۲۱ کسانو مړه شوي وو او یو شمېر نور ټپيان وو.