
( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې ویلي، هېواد چمتو دی افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې سفیر د چین او افغانستان د تېرو څو لسیزو سیاسي او ديپلوماتیکې اړیکې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې بیجنګ چمتو دی له طالبانو سره افغانستان د اقتصادي ودې او د پانګونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
شینګ زیاته کړه چې د چین حکومت افغان کډوالو ته د ښارګوټو د آبادولو په برخه کې مرستې ته چمتو دی او پلان لري چې په افغانستان کې یو شمېر کورونه کډوالو ته ورغوي.
محترم مولوي عبدالکبیر هم د چین سفیر ته ډاډ ورکړی چې شوې مرستې به په شفاف ډول اړمنو ته رسیږي.