
( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، د تورخم لار د شپږمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلې ده او تر اوسه په دې اړه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ناستو پایله نه ده ورکړې.
تورخم دروازه چې له تېرو شپږمې ورځو راهېسې پاکستاني اړخ په سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون تړل شوې چې مسافرو او سوداګرو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
درې ورځې مخکې تورخم کې د لارې خلاصون په موخه د طالبانو او پاکستان چارواکو ناسته بېپایلې پای ته رسېدلې ده او تېره ورځ چارواکو ویلي و چې له کابله به یو پلاوی د خبرو په موخه تورخم ته ولاړ شي.
یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې تر اوسه دغه پلاوی تورخم نه دی تللی او دغه لار د شپږمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ او رتګ لپاره تړلې ده.
د تورخم لارې د تړل کېدو له امله ګڼ ناروغان او مسافر دواړو خواوو ته بند پاتې دي او له دغې لارې سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.