
( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر له لورې په دغه هېواد کې د لګښتونو د کمولو په موخه ټاکل شوي ایلن ماسک ویلي، د دولتي لګښتونو د کمولو د هڅو پر مهال د مرګ له ګواښونو سره مخ یم.
هغه زیاته کړې، که د امریکا جمهوري دولت خپل لګښتونه کم نه کړي، متحده ایالات به ماتې وخوري.
ایلن ماسک ویلي، د دغه لګښتونو د کمولو په موخه زه د مرګ له ګواښونو سره مخ یم، خو هغه نده روښانه کړې، چې دا ګواښونه ورته د چا لخوا شوي دي.